غالب (Dec 2024)
د اسلامي فقهې او افغانستان مدني قانون له نظره د شرط د خيار آثار
Abstract
کله چې په يو عقد کې د عقد يو يا دواړو لوريو ته د شرط خيار وضع شي، نو دا خيار مختلف آثار رامنځته کوي. دا چې د اسلامي فقهې او افغانستان مدني قانون له نظره د شرط خيار د کومو آثارو درلودونکی دی، پدې څېړنه کې پرې بحث شوی. په تعاقدي چارو کې د عقدونو په اړه د غور کولو، د منافعو د جلب، د ضرر د دفعې او په تعاقدي برخه کې د شخړو د حل په منظور د خيار شرط د آثارو څېړل خورا مهم دي. د څېړنې موخه دا ده چې د اسلامي فقهې او افغانستان مدني قانون له نظره د شرط د خيار آثار روښانه کړو او پدې اړه د فقهې او مدني قانون احکام سره پرتله کړو. دا څېړنه کتابتوني اړخ لري او د موضوع په څېړلو کې له تشريحي او مقايسوي ميتود څخه استفاده شوې. د څېړنې پايلې ښيي چې د شرط د خيار له امله د عقد حکم نه مرتبيږي، د خيار د څښتن مال د هغه له ملکيت څخه نه خارجيږي، خو هغه لوری چې د خيار حق نه لري، د هغه په تړاؤ عقد لازم ګرځي، د خيار په موده کې عاقدين د عوضينو په سپارلو ملزم ندي او که د خيار په موده کې په معقود عليه کې زياتوالی يا نقصان پيدا شي؛ نو پدې اړه په اسلامي فقه کې بشپړ احکام بيان شوي، پداسې حال کې چې د افغانستان په مدني قانون کې د شرط د خيار د آثارو اړوند ټول موارد پېشبيني شوي ندي.
Keywords