غالب (Jun 2024)
په اسلامي فقه او د افغانستان جزا کُد کې د متعددو جرمونو د جزاګانو تداخل
Abstract
د شرعي او قانون جزا ګانو د تطبيق په اړه په ټولنه کې ځېنې وګړي ناسم او غلط برداشت لري، او فکر کوي چې دا د ټولنې د وګړو سره ظلم دی. د جزاګانو د تداخل موضوع يوه ديني، قانوني او مهمه موضوع ده؛ ځکه د ټولنې د وګړو امن ور پورې تړلی، که په ټولنه کې امن موجود وي ټولنه پرمختګ کولای شي او نا امني د ټولنې د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي. د جزاګانو د تداخل په اړه د اسلامي فقهې او افغانستان د جزاکُد موقف واضح او روښانه دی، د متعددو جرمونو د تر سره کولو په صورت کې د يوې جزا تطبيق د اسلامي شريعت او قانون لوړوالی او د خپلو پيروانو سره، آند جنايتکارانو سره يې نرمي څرګندوي. د جزاګانو تداخل د اسلامي شريعت د عفوې، بخښنې او آسانۍ اړخونه هغو خلکو ته روښانه کوي، چې د شريعت په حقيقت نه پوهيږي. د جزاګانو د تداخل په اړه مخکني، او معاصرو علماوو مختلفې ليکنې او څېړنې کړې دي، په څېړنه کې د توصيفي - تحليلي څېړنې تګلاره غوره شوې ده، د معاصرو او مخکنيو فقهاوو ليکنې مطالعه شوې او تحليل شوې دي، فقهاوو په خپلو ليکنو کې د جزاګانو د تداخل يادونه کړې ده. د دې څېړنې نتايج دا په ډاګه کوي چې د اسلامي فقهاوو او د افغانستان د جزا کُد د احکامو له آنده په هغه صورت کې د متعددو جرمونو لپاره د يوې جزا ټاکل ممکن دي او متعدد جرمونه يو جرم ګڼل کيږي، چې دجرمونو د جزاګانو موخه، هدف او غرض يو وي. او که ياد موارد توپير وکوي د جزاګانو تداخل صورت نه مومي.
Keywords